د لاس رسي وړ اتصالات

بوش: امریکاییانو ته پکار ده چې په اوږده موده کې زموږ په اقتصاد باور ولری


جمهور رئیس بوش وائې، مرکزی بانک او د خزانی وزارت چټک اقدام وکړ چې د امریکا په مالی بازارونو کې ثبات راولی.

ښاغلئ بوش وائې، دا د امریکا د اقتصاد لپاره ډیر بحرانی وخت دی.

بوش وائې: "که د نور اقدام لپاره ضرورت وی نو موږ به ئې په داسی طریقه وکړو چې په اوږده موده کې زموږ اقتصاد ته تاوان و نه رسوی. امریکاییانو ته پکارده چې په اوږده موده کې زموږ په اقتصاد باور ولری."

په پنځو ورځوکې دا څلورم ځل دی چې جمهور رئیس د اقتصاد په باره کې څرگندونی کوی چې غواړی د امریکا خلکو ته ډاډ ورکړی. د تیلو اوخوړو لوړو قیمتونوپه پرچون خرڅولو باندی فشار راوړی دی.

په تیرو دوه میاشتوکې د امریکا په اقتصادی سیکټور کې اتیازرو کسانو وظیفی له لاسه ورکړیدی.

د رایه ورکونکو پام اوس ټول اقتصای موضوع ته اوښتی دی. د عامه افکارو سروی چې تیره هفته د‏(‎CNN‏)‎ تلویزنی شبکی کړی وه، ښئ چې ۴٢ فیصده امریکایان پدی عقیده دی چې دنومبر د میاشتی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې به اقتصاد ترټولو مهه موضوع وی.

دا دهغه شمیردوه برابره دی چې وائې، دعراق جنگ ډیر مهم دی.

جمهور رئیس بوش وائې، حکومت نه یوازی د مالی بازارونو دثابت ساتلو لپاره اقدام کوی بلکه د کورونو دهغو څښتنانو سره هم مرسته کوی چې بانکونو ته د خپلو کورونو میاشتنی گروی نشی ورکولی .

XS
SM
MD
LG