د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر جمهور رېس د عرب لېگ په غونډه کی گډون نه کوی


د مصر حکومت نن اعلانو وکړ چه جمهور رېس حسنی مبارک به په روانه هفته کی په دمشق کی د عرب لېگ د مشرانو په غونډه کی برخه نه اخلی.

او په خپل عوض به دکابېنی د ېوه کم رتبه غړي په مشرۍ ېو هېت دمشق ته ولېږی.

د عرب لېگ د مشرانو دا دوه ورځنئ غونډه د شنبی په ورځ په دمشق کی شروع کېږی چه معمولا د دولت او ېا حکومت مشران په برخه اخلی.

د لبنان حکومت هم پرون اعلان وکړ چه د دمشق په غونډه کی برخه نه اخلی. د لبنان د حکومت ېو مامور واېې ددې مقاطعی ېو دلېل دا دی چه د لبنان پارلمان لا تر اوسه پوری د نوي جمهور رېس په ټاکلو کی برېالی شوی نه دی.

د دوشنبی په ورځ د سعودی عربستان حکومت اعلان وکړ چه ددغه هېواد پاچا ملک عبدالله به د عرب لېگ د مشرانو په غونډه کی د گډون لپاره سورېې ته سفر ونه کړی.

د لبنان د سېاسی بحران په سر د سعودی عربستان او سورېې روابط ډېر زېات خړ پړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG