د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کی په یوه امبولانس باندی په حمله کی شپږ کسان وژل شوي دي


د پاکستان د حکومت یوه مامور ظهیرالله اسلام ویلي دي چی مشکوکو یاغیانو د افغانستان سره په سرحدي قبایلي سیمه کی په یوه امبولانس باندی پټه حمله کړې او لږ تر لږه شپږ کسان یې وژلی دي.

هغه وایي چی یاغیانو دا حمله نن د پنجشنبې په ورځ د کرم په سیمه کی کړې ده چارواکي ددې حملې په باب تحقیقات کوی.

په دې سیمه کی زیاتره د اسلامی یاغیانو له خوا حملې کیږی او د سنی او شیعه مسلمانانو تر منځ د جگړو سابقه لری.

XS
SM
MD
LG