د لاس رسي وړ اتصالات

سرکوزي: په افغانستان کې زمونږ گټې ډېري مهمې دي


د فرانسې جمهور رئیس، نیکولاس سرکوزي، د نورو سیاسي مسئلو تر څنگ په افغانستان د ثبات را وستلو او د ناټو په رول د بریتانیې له سیاسي مشرانو سره، خبرې تر سره کړې دی.

ښاغلي سرکوزي له خپلو لومړیو رسمیاتو څخه وروسته د بریتانیې د پارلمان گډې غونډې ته یوه له احساساتو ډکه وینا وکړې.

هغه بریتانیې په اروپا کې فاشیزم ته د شکست په ورکول و ستایله او هوډ یې وکړ چې فرانسه به له بریتانیې سره په افغانستان کې د طالبانو خلاف په جگړه کې څنگ په څنگ و درېږي.

سرکوزي: "‎زمونږ دواړو هیوادنو له یو بل سره یو ځای د درېدو هوډ کړی. او په افغانستان کې مو له ټولو ملگرو سره د گډ درېدو هوډ کړی. ځه نه ویریږم چې و وایم په افغانستان کې زمونږ گټې ډېري مهمې دي."‎

هغه زیاته کړه چې فرانسه به د ناټو په بخارست کې په راتلونکي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د نور پوځونو لیږلو وړاندید وکړي.

سرکوزي: "‎فرانسې په افغانستان کې د سولې، د خلکو سره د مرستې او د یوه قانوني حکومت را مینځته کولو لپاره د ناټو ټلوالي ته د یوې منظمې او نړیوالې ستراتیژي وړاندیز کړی دی. که دا ومنل شي نو فرانسه به د ناټو د بخارست په کنفرانس کی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا وړاندیز وکړي."‎

دغه وړاندیز له بریتانیې او امریکا سره د کال ٢٠٠٣ د عراق د جگړې راهیسې د فرانسې د ترینگلو اړیکو بیرته ښه کولو هڅه ده.

کاناډا اختار ورکړی که چیري د ناټو نور هیوادونه د افغانستان جنوبي سیمو ته عسکر و نه لیږي، نو دوی به له افغانستان څخه خپل ٢٥٠٠ عسکر وباسي. دوی د طالبانو خلاف د زر نور عسکرو غوښتنه کړې.

ټاکل شوې ده نن به د بریتانیې صدر اعظم گورډن برون له سرکوزي سره د افغانستان، اقتصاد، چاپېریال او یو لړ نورو مسلو په سره تفصیلي خبرې وکړي.

ښاغلي سرکوزي د چین د حکومت او د تبت د مذهبي مشر دلای لاما تر مینځ په خبرو هم ټینگار وکړ.

د نیکولس سرکوزي سفر بریتانیې ته په دوولسو کالو کې د فرانسوي جمهور رئیس لومړۍ رسمي سفر دی.

په فرانسې کې د خرابې اقتصادي وضعې په هکله د اندېښنو وروسته د سرکوزي ملاتړ د تېر کال د جولای د میاشتې راهیسې په سلو کې له پنځه شپېته څخه څلوېښتو ته را تیټ شوی.

فرانسوي څېړونکي وايی بریتانیې ته د ښاغلي سرکوزي سفر به له نوموړي سره په فرانسه کې ملاتړ زیات کړي.

XS
SM
MD
LG