د لاس رسي وړ اتصالات

ماهران وایی ناټو په افغانستان کی درې هدفونه لری


ټاکل سوې ده چی د شمالی اتلانتیک د پوځی تړون ناټو د شپږ ویشتو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران بله هفته د رومانیې د بخاریست په ښار کی خپله عالی غونډه وکړی.

د امریکا ږغ خبریال انډری ډینیس نیرا وایی انتظار کېږی چی په دغه عالی غونډه کی به په افغانستان کی د ناټو د تړون پر پوځی عملیاتو باندی بحثونه وسی.

ناټو د کال ٢٠٠٣ راهیسی په افغانستان کی پوځی عملیات کوی، او د ملگرو ملتونو د یو څلوېښتو زرو عسکرو یا ایساف د قوې رهبری کوی.

دا د اروپا څخه د باندی د ناټو د تړون لومړنی پوځی ماموریت دی. ماهران وایی ناټو په افغانستان کی درې هدفونه لری.

لومړی هدف یې د افغانستان د بیا ابادولو او د ثبات د ټینگولو په لاره کی د جمهور ریس حامد کرزي سره مرسته کول دی.

دوهم هدف یې د هغه هیواد د پوځ او پولیسو روزنه ده.

او دریم یې د افغانستان په جنوب کی د یاغیانو تعقیبول او له منځه وړل دی. دغه سیمه د طالبانو ټاټو بی دی چی په کال ٢٠٠١ کی له قدرته را وپرزول سول.

په واشنگټن کی د خارجی اړېکو د شورا ریس، چارلس کوپچان، وایی په افغانستان کی هم بریالیتونه ترلاسه کړي او هم له مشکلاتو سره مخامخ ده.

دی وایی: "دا چی په افغانستان کی یو باثباته حکومت موجود دی نو موږ وایو چی ناټو په دې برخه کی بری ترلاسه کړی دی. ناټو د هیواد پر ټولو برخو باندی کنټرول نه لری، مگر پر ځینو برخو باندی کنټرول لری."

له بلی خوا طالبانو د ځینو سیمو په تېره بیا د جنوبی سیمو او د هلمند په ولایت کی د کنټرول په ترلاسه کولو کی بری تر لاسه کړی دی.

د ناټو پر پوځیانو، د افغانستان پر عسکرو او ملکییانو باندی ځان مرگی حملې او نوری حملې کیږی، نو ځکه په دې وروستیو شپو ورځو کی د تلفاتو شمېر هره ورځ زیاتېږی.

نو زه فکر کوم چی دا سی یوه حالت کی د بري او ستونزو د انډول په باب قضاوت کول یو څه گران دی. ناټو به په دغه ماموریت کی بریالی سی او که به دغه وضع په همدغه توگه دوام پیدا کړي او د ناټو دتړون غړي هیوادونه به یو په یوه وایی چی زموږ دپاره دغه تلفات او ستونزي کافی دي او موږ غواړو چی خپل پوځیان له افغانستان څخه را وباسو.

کوپچان او نور ماهران وایی د ناټو د هیوادونو په راتلونکې عالی جرگه کی به د افغانستان پر موضوع باندی تر برلی هری مسلې زیات بحث وسی.

ډېر څېړونکي وایی یوه مسله به دا وی چی ایا د ناټو د تړون نور هیوادونه به موافقه وکړي چی افغانستان ته نور پوځیان هم واستوی او یا د افغانستان جنوب ته، چی ډېر سخت جنگونه پکښی روان دي، د خپلو عسکرو د لېږلو سره موافقه وکړی کنه.

د کلینټن د جمهور ریس ریاست په وخت کی د ناټو په تړون کی د امریکا سفیر رابرټ هنټر وایی: "د متحده ایالاتو حکومت باید نور غړي هیوادونه دې ته مجبور کړي چی په افغانستان کی پر خپلو ژمنو باندی ودرېږی، ځکه چی اوس حاضر د ناټو د تړون یوازي څو هیوادونه د افغانستان په برخه کی خپل مسولیتونه پوره کوی.

د مثال په توگه کاناډا د کوریا د جنگ راهیسی تر بل هر وخت زیات تلفات ورکړي دی.

برټانیه، پولینډ، استونیا، هالینډ او متحده ایالات یوازیني هیوادونه دي چی مستقیما د افغانستان په جنوب او ختیځ کی په عملیاتو کی برخه لری.

اکثر ماهران وایی د طالبانو پر ضد جگړه کی د ناټو د عملیاتو مخه ځینو هغو هیوادونو نیولې ده چی په افغانستان کی یې د خپلو عسکرو د عملیاتو دپاره محدودیتونه وضع کړي دی.

د دفاع د وزیر، رابرټ گېټس، په شمول د متحده ایالاتو مقاماتو د ناټو د تړون پر ځینو غړو باندی په کلکه انتقاد کړی دی او وایی چی دغو محدودیتونو په افغانستان کی د ناټو عملیاتو ته صدمه رسولې ده.

ماهران وایی د ناټو د مشرانو په عالی جرگه کی به ددغه راز محدودیتونو مسله حتما راپورته کېږی. چارلس کوپچان وایی څرنگه چی د ناټو ځینی غړي هیوادونه په لومړي سر کی د خطرناکو عملیاتو او وظیفو څخه معاف سوي وه نو ښایی په دغه عالی جرگه کی په دې برخه کی چندانی توافق ترلاسه نه سی.

چارلس کوپچان وایی: "کله چی د شوروی اتحاد پوځ د ساړه جنگ په وخت کی د جرمني په داخل کی دفاعی کرښی تهدیدولې په هغه وخت کی هر چا ویل چی که شوروی حمله کوی نو موږ به یې مقابله کوو، موږ به ځکه جگړه کوو چی د شوروی حمله د لوېدیځی اروپا د خاوری تمامیت په خطر کی اچوی.

اوس که څوک په لوېدیځه اروپا او یا مرکزی اروپا کی د افغانستان په باب پوښتنی کوی او له خلکو څخه سوال وکړی چی افغانستان د اروپا داپره څو نه مهم دی، نو راز راز جوابونه به ترلاسه کړی."

نو د ناټو تړون ځکه په افغانستان کی د عملیاتو په برخه کی توافق نه سره لری چی د تهدید په برخه کی د هر چا درک او عقیده بېله ده. هر هیواد په دې برخه کی جلا عقیده لری . او اوس نړۍ دغه راز ده بله چاره نسته."

کوپچان او په امریکن یونیورسیټی کی د سیاسی علومو د استاد پاټریک جکسن په شمول نور ماهرین وایی د افغانستان دعملیاتو سره د ناټو شهرت او اعتبار تړلی دی.

پاټریک جکسن وایی: "د ساړه جنگ د ختمېدلو راهیسی د ناټو ستونزه دا ده چی دا ثابته کړي چی ددغه تړون وجود ته اوس هم ضرورت سته. د ساړه جنگ په وخت کی د ناټو سره دا سوال نه وو ځکه چی دا معلومه وه چی د ناټو دښمنان څوک دي.

د شوروی اتحاد د ړنگېدلو څخه وروسته ناټو کوښښ کوی داس یوښیی چی اوس یو بل راز سیمه ایز تړون دی، او د سیمی د پاره بل راز وظایف لری. نو چی خبره داسی طرح کړو بیا نو د افغانستان مسله د ناټو د تړون دپاره بې اندازې مهمه ده او دې پوښتنی ته تر هغه ځایه چی ممکنه وي باید دغسی په څرگنده جواب ورکړه سی.

د دفاعی چارو دپاره د ناروې د انستیتوت آمر اوسلې ټوی یه وایی په افغانستان کی د ناټو ماموریت ته باید بې ادنازې زیات اهمیت ورنه کړه سی: "که د افغانستان ماموریت ناکامه کېږی او ځینی هیوادونه خپل عسکر را باسی او متحده ایالات او دهغه یو څو ډېر ټینگ ملگري هلته پرېږدی چی په جنوب کی جنگ ته ودام ورکړی نو دا به د ناټو له تړون سره د متحده ایالاتو تعهد ډېر سست کړی.

او د ناټو تړون به کرار کرار خپل اوسني پوځی او دفاعی ماهیت ته تغییر ورکړی او د ډیموکراسیو دپاره په یوه مشورتی کلب به تبدیل سی."

ډېر ماهران وایی په بوخاریست کی د ناټو د مشرانو په عالی جرگه کی به معلومه سی چی غړي هیوداونه پر خپلو ژمنو ولاړ دي کنه او غواړی چی په افغانسنتان کی دغه اوسنی عملیات د بري تر پړاو پوری ورسوی او کنه.

XS
SM
MD
LG