د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان په جنوب کې دبم چاودنه شوی چې دوه تنه پکې وژل شوی او اته تنه زخمیان دی :


دهلمند په ولایت کې پولیسان وائې، نن دشنبی په ورځ په یوبریښناکوټ کې دبم چاودنه وشوه چې دوه تنه پکې ووژل شول او اته تنه زخمیان دی .

دولایت دپولیسو قوماندان محمد حسین انډیوال وائې، دواړو وژل شویو اوشپږو زخمیان شویو کسانو په بریښناکوټ کې کارکاوه .

دفرانسی خبری اژانس وائې، دفرانسی خبری اژانس وائې، یاغی طالبان ادعا کوی چې دغه بم ئې لدی لپاره ایښی وچې دولسوالی قوماندان ووژنی چې هغه په منظم ډول په دغه ودانی کې غونډې کولی .

دچهارشنبی په ورځ ددغه ولایت په یوه بازار کې چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه، دموټر بم چاودنه پکې شوی وه چې اته تنه ملکیان ئې وژلی وو او اوه لس ‏(‎١٧ ‏)‎ تنه نورئې زخمیان کړی وو. دولایت دپولیسو قوماندان وویل، په سیمه کې امنیتی قواوی نه وی اودحملی هدف ملکیان وو. هغه ددغې حملی ملامتی په یاغی طالبانو باندی واچوله .

افغان، امریکائې اوناټو عسکر دیاغی طالبانو او نورو افراطیانو سره په جگړه اخته دی چې دافغانستان په جنوب اوختیځ کې فعال دی . تیرکال په حملو کې لږترلږه شپږزره تنه وژل شوی وو،دیودپاسه ددوه زرم کال نه پدی خوا چې دامریکا په مشری قواو دطالبانو رژیم پکې راوپرزاوه ، دا په افغانستان کې ترټولو خونړې کال و.

XS
SM
MD
LG