د لاس رسي وړ اتصالات

په تنزانیا کې سیل د یوه معدن شپږ تنه کارکوونکي وژلي


عیني شاهدان وايي لږ تر لږه شپږ تنه هغه وخت مړه شول چې یوه سیل د جمعې په ورځ ناوخته څو معدنونه لاندې کړل.

مقامات وايي د اروشا ښار ته نږدې د میري راني په سیمه کې معدنونه هغه وخت د سیل اوبو لاندې کړل چې په دغو معدنونو کې نږدې ٧٥ کسانو کار کاوه.

عیني شاهدان وايي شپږ جسدونه پیدا شوي دي. ځايي مقامات په په سیمه کې د ژغورنې عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG