د لاس رسي وړ اتصالات

په زمبابوې کې مهم انتخابات روان دي


په زمبابوې کې د پارلماني انتخابات پای ته رسیدلي. د انتخاباتو نتایج به معلومه کړي چې جمهور رئیس رابرټ موگابې د شپږم دور لپاره پر واک پاتې کیدای شي او که نه.

په میلیونو خلکو په دغه انتخاباتو کې رایې ورکړي دي.

خلکو سهار وختي په ټاکل شویو د رایو اچولو په مرکزونو کې کتارونه جوړ کړي وو، د رایو اچول سهار په ٧ بجې پیل شو.

په مجموعي ډول انتخابات د امن په فضا کې تر سره شوي، خو پولیس وايي پارلمان ته د واکمن گوند د یوه کاندید په کور کې چاودنه شوې ده. ددغه چاودنې د تلفاتو په اړه رپوټ ندی ورکړل شوی.

جمور رئیس موگابې او د هغه سیالو کاندیدانو سیمبا ماکني او مورگان څوانگیرای نن په پایتخت هرارې کې خپلې رایې استعمال کړې. درې واړو کاندیدانو خبریالانو ته وویل چې بری یې په برخه دی.

د جمهوري ریاست کاندید مورگان څوانگیري همدارنگه پر حکومت تور لگولی چې د رایو د غلا کولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG