د لاس رسي وړ اتصالات

د شیعه سخت دریځه ملا د عراق د صدر اعظم خبرداری رد کړ


د شیعه سخت دریځه ملا مقتدا الصدر یوه ویاند د عراق د صدر اعظم نوري ال مالکي هغه خبرداری رد کړ چی په بصری کی یی وسله والو ته د خپلو وسلو د تسلیمولو او د تشدد د ختمولو وروستی نیټه ټاکلی وه.

د جمعی د ورځی د وروستی نیټی په تیریدو د نوری ال مالکي دفتر نوئ وړاندیز اعلان کړ. دا دفتر وایی د اپریل تر اتمی پوری به د بصری هغو اوسیدونکو ته چی درنی وسلی ورته تسلیم کړی پیسې ورکړي.

بل پلو پرون یوه پولیس د اسوشیتد پرس خبری اژانس ته وویل چې د بغداد د صدر په ښار کې څلویښتو پولیسانو خپلی وسلې د مقتدا الصدر محلی دفتر ته ور تسلیم کړی.

XS
SM
MD
LG