د لاس رسي وړ اتصالات

پرون هلري کلنتن له یوه بل اړخه چی انتظار یی هم نه کیدو، ملاتړ تر لاسه کړ


پرون د شنبې په روځ د دیموکرات گوند کاندیدې هلري رادم کلنتن له یوه بل اړخه چی انتظار یی هم نه کیدو ملاتړ تر لاسه کړ.

ښاغلي برک اوباما چی د هغی کلک سیال گڼل کیږی خبریالانو ته وویل چې هغه د میرمن کلنتن د یوه ملاتړی سناتور پترک لیهي سره پدې موافق ندی چی هغه تر دې مخکی ویلی و چی میرمن کلنتن دا سیالي نشي گټلای او باید په انتخاباتو کې د گډون نه لاس واخلي.

سناتور برک اوباما د پنسلوینیا په جانستون کی د یوه خبری کنفرانس په ترڅ کې وویل دی فکر کوي چی میرمن کلنتن تر هغی چی وغواړی په سیالیو کی خپل کمپاین ته دوام ورکولای شي.

XS
SM
MD
LG