د لاس رسي وړ اتصالات

په تورخم کی نوی استخباراتی مرکز پرانستل شوی


افغانی، پاکستانی او د ناتو چارواکیو د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدی لانجمنه سیمه کی د بیا اختیار ترلاسه کولو لپاره د شپږو استخباراتی مرکزونو د ایجادولو په لړ کی لومړنی مرکز پرانسته.

دغه مرکز چی په تورخم کی موقعیت لری افغان او پاکستانی استخباراتی مامورین به پکی کار کوی او دوی کولای شی د امریکا په مشری د اییتلافی قواوو استخباراتی راپورونو هم وگوری.

دوه دا ډول نور مرکزونه به په افغانستان او دری به په پاکستان کی پرانستل شی. د افغان او ناتو قواوو پوځی قوماندانان وایی چی د دغه نویو مرکزونو په جوړولو سره به وکولای شی د طالبانو تگ رانگ وڅاری.

په یوه جلا خبر کی د شنبی په ورځ د هلمند په ولایت کی د بم یوه چاودنه وشوه، دوه کسه پکی مړه او اته نور په کی زخمی شول.

د فرانسی خبری آژانس ویلی چی د دی حملی مسؤلیت یاغی طالبنو په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG