د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلي مشرف د پاکستان نوې کابېنى ته د وفادارۍ لوړه ورکړه


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د پاکستان نوې کابېنى ته چې ٢۴ غړي لرى اونوي صدر اعظمى ېوسف رضا گېلانى جوړه کړېده د وفادارى سوگند ورکړ.

ېوه مېاشت مخکى چې ملى انتخابات وشول مخالفو گوندونو پکى سخته توره وکړه. رپوټ وايي په داسى حال کې چې جمهور رئېس مشرف د وفا دارى د سوگند مراسم د کابېنى په غړېو باندى په ځاى کول ښاغلى گېلانى د پروېز مشرف خواته ناست و.

د کابېنى غړېو د وفادارى د سوگند د مراسمو د په ځاى کولو وخت کې تورې پټى له مټونه تړلى وې، په دې ډول هغوى د ښاغلى مشرف د قدرت د ادامى خلاف داعتراض څرگندونه کوله.

په دغه نوې کابېنه کې د وژل شوې پخوانى صدر اعظمى بېنظېر بهټو د گوند ېوولس وزېران موجود دى. د هغى گوند د فبرورى د اتلسمى نېټى په عمومى انتخاباتو کې ډېرې زېاتې راېې گټلى وې.

په همدغه کابېنه کې نهه تنه نور وزېران د د پخوانى صدر اعظم نواز شرېف د پاکستان د مسلم لېگ د گوند د ى. تردې ېوه اونى مخکى پروېز مشرف د پاکستان نوي صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى ته د وفادارى سوگند ورکړ.

ښاغلى گېلانى او دهغه گوند، ېعنى د پېپلزگوند له ډېر پخواراهېسى د حکومت مخالف گوند گڼل کېدل. د کابېنى په نوو وزېرانو کې ېو هم اسحق ډار د مالې چارو وزېر دى.

ښاغلي ډار په ١٩٩٨ مېلادى کې د نواز شرېف د حکومت په وخت کې هم دغه چوکۍ لرله.

د پاکستان د پېپلز گوند له خوانه په دغه کابېنه کې د خارجه چارو وزېر شاه محمد قرېشى دى او د هېواد ددفاع نوى وزېر چوهدرى احمد مختار دى.

XS
SM
MD
LG