د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په شنه سېمه کې چاودنى شوېدى


په عراق کې عېنى شاهدان وايي چې د راکټونو او هاوانونو گولېو په عراق کې په امنېتى لحاظ محکمى شنى سېمى باندى د گولېو باران جوړ کړ.

په دغه سېمه کې د امرېکا سفارت او د عراق د حکومت مرکزى دفترونه پراته دى. رپوټ وايي له دغو ډزو نه وروسته د مرگ ژوبلى سملاسى رپوټ ندى راغلى.

خو په تېره اونى کې په تازه حملو کې دوه امرېکاېان په دغه سېمه کې وژل شوېدى.

د نن ورځې حملى په داسى حال کې پېښېږى چې شېعه ملا مقتدا الصدر خپلو ملېشو ته امر کړېدى چې د عراق د حکومت او اېتلاف د قواو سره له دې د سړک له خونړېو جگړو نه لاس واخلى.

ددغه ملا ېو نطآق حمزه اراجى وايي مقتدا الصدر د ېکشنبى په ورځ امر وکړ چې دغه اوربند دې ددې لپاره نافذ شى چې دعراق د خلکو دوېنو توېولو مخه ونېول شى.

په دغو جگړو کې تراوسه پورې د سه شنبى دورځې راهېسى ٢٥٠ کسان په ټول هېواد کې وژل شوېدى. د غه جگړې د بغداد او بصرې په ښار کې وشوې.

XS
SM
MD
LG