د لاس رسي وړ اتصالات

د چېن حکومت نن په دالاى لاما باندى خپلى حملى زېاتى کړېدى


د چېن حکومت نن ددوشنبى په ورځ په دالاى لاما باندى خپلى حملى نن زېاتى کړېدى او وايي دوى په رېښېتېنه دا غواړى چې دى دې ېوبوداى راهب وى او پکارده چې سېاست ېې پرېښى واى.

د زېنهوا سرکارى اژانس ېوه تبصره پردغه مشرباندى داتور لگوى چې دى منافقت کوى، د تبت خلک تېرباسى، له دېن نه ناوړه گټه اخلى او خپل شخصېت ېې له ېاده اېستلى دى.

د ېکشنبى په ورځ پېکنگ ووېل چې له دالاى لاماسره د خبرو لارې چارې خلاصى دى که څه هم چېن پر هغه باندى دا تور لگوى چې هغه د درى اونېو د استقلال غوښتنى اعتراضونه او مظاهرى تنظېم کړى وې.

زېنهوا د چېن د د صدر اعظم وېن جېاوباو له قوله وېلى دى چې دالاى لاما د تبت د استقلال دعوه پرېښى ده او په تبت او تاېوان باندى ېې د چېن حکومت منلى دى.

بل خبر وایی، د چېن جمهوررئېس هو جېنټاو نن د اولمپېک د مشال مراسم په داسى حال کې پېل کړل چې سخت امنېتى اقدامات د پېکنگ په تېان مېن چوک کې نېول شوې ول.

ښاغلى هوجنتاو په چوک کې اول هغه ستر دېگ روښانه کړ او ترهغى وروسته ېې د اولپېک مشال د چېن د منډو قهرمان لېو زېانگ ته ور کړ.

په دې لړکې قومى نڅا کوونکى او د بېرغونو رپوونکى شاگردان هم شامل وو چې د اولپېک د مشال د روښانولو په دود کې برخه واخلى.

د اولپېک مشال له ېونان نه راورسېدله او د تبت جلاوطنو او د بشرى حقوقو نور پلوېانوپه ناکام ډول کوشش وکړ چې د ددغو مراسمو تجلېل خراب او گډو وډ کړى.

XS
SM
MD
LG