د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا: د اسلام په ضد د هالنډی فلم په خلاف احتجاج


د ایندونیزیا جمهور رئیس له خپلو هیوادوالونه غوښتی دی چې داسلام په ضد د هالنډی فلم په خلاف د احتجاج په وخت کې د تاوتریخوالی نه کار وانخلی.

د ایندونیزیا جمهور رئیس پرون د دوشنبی په ورځ دا تبصره وروسته له هغې وکړه چې دیوی افراطی اسلامی ډلې یوغړی وښتل چې هغه هالنډی باید ووژل شی چې دغه فلم ئې جوړ کړیدی.

د اسلام د مدافعین د تحریک په لسگونو غړی پرون ددوشنبې په ورځ په جاگارتا کې دهالنډ د سفارت مخی ته راټول شوی وو.

دغو مظاهره چیانو د ایندونیزیا له حکومت نه غوښتل چې ددغه فلم په ځواب کې دی د امستردم د حکومت سره دی روابط وشلوی.

د هالنډ د پارلمان افراطی غړی چې دغه فلم ئې جوړکړیدی، وائې، جنجالی کارتون به له فلم اوباسی. ده دا کار وروسته له هغې وکړ چې کارتونست دعوه وکړه چې له ده نه ئې اجازه نه وه اخیستی.

دغه جنجالی کارتون چې په فلم کې ورنه کار اخیستل شویدی، ښئ چې د اسلام پیغمبر بم ته ورته پټکی تړلی دی. په دغه فلم چې په خلاف ئې ډیر احتجاجونه شویدی، ویل شویدی، اسلام ته سپکاوی شویدی.

XS
SM
MD
LG