د لاس رسي وړ اتصالات

بش، په ناټو کې د ېوکراېن او جورجېان د غړېتوب ملاتړ کوى


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي دى به په دې اونى کې په ډېر قوت سره د ېوکراېن او جورجېا د غړېتوب مسله ناټو ته وړاندى کړى چى ددغه کار بهېر پېل شى که څه هم روسېه له دغه کارسره په کلکه مخالفت کوى.

ښاغلى بش نن په کېف کې په ېوه خبرى کنفرانس کې چې د ېوکراېن له جمهور رئېس سره ېې په گډه پکى برخه اخېستى وه خبرى وکړى.

ښاغلى بش ووېل د ناټو د پراختېا مقصد د روسېې خلاف ندى او په دې ېې ټېنگار وکړ چې مسکو په دې برخه کې د د وېتو حق نلرى.

ښاغلى بش داخبرى هم رد کړى چې امرېکا د ېوکراېن او جورجېان د غړېتوب مسله په دې باندى نده بله کړې چې امرېکا په اوروپا کې دا پلان لرى چې د توغندېو د دفاع نظام ولگوى.

دناټو غړېو هېوادونو لکه جرمنى په دې برخه کې شک څرگند کړېدى چې اېا ېوکراېن او جورجېان د خپل غړېتوب بهېرته په ناټو کې چمتودى او که نه.

XS
SM
MD
LG