د لاس رسي وړ اتصالات

چېن وايي دوى چېن د امرېکا خلاف د استخباراتو په دعوه کې لاس نلرى


د چېن حکومت د استخباراتو په هغه معامله کې له لاس لرلونه انکارکوى چې وايي د امرېکا د دفاع وزارت ېو تحلېل کوونکي په دې گناه اقرارکړېدى چې ده ېوڅه محرم اسرار د چېن د حکومت ېوه مامورته ورکړېدى.

د چېن د خارجه وزارت ېوې نطآقى ژېانگ ېو ووېل دغه کېسه بېخى بې بنېاده ده. هغې ووېل چې ددغې کېسى مقصد دادى چې دا خبره را وپاروى چې چېن نورې نړۍ ته ېو خطر دى.

ددوشنبى په ورځ دامرېکا ددفاع وزارت ېو تحلېل کوونکي گرېگ برگرسېن خپله گناه ددغه ېوه تور په مقابل کې ومنله چې ده د پټو اسرارو په دسېسه کې لاس درلود او د امرېکا او تاېوان په برخه کې ېې محرم معلومات ېې داسى کسانو ته ورکړېدى چې دا صلاحېت نه و، ورکړل شوى.

په دې برخه کې زېات معلومات په دې پورې اړه لرله چې امرېکا په تاېوان باندى څه ډول نظآمي شېان خرڅوى.

گرېگ برگرسن ووېل هغه فکر کاوه چې هغه سړى چې له ده سره ارتباط لرى هغه د تاېوان ددفاع له وزارت سره اړېکى لرى.

د دعوې څارنوال وايي چې دده ارتباطى سړى تاى شېنکو دامرېکا د نېواورلېانز د لووېزېانا د ښار دى او دغه معلومات ېې ېوه چېنايي ته چې ېو زېن کانگ نومېږى ورکاوه.

هغوى دواړه په زندان کې دى او محاکمى ته انتظار کوى.

XS
SM
MD
LG