د لاس رسي وړ اتصالات

المالکي: د شعیه جگړه مارانو پر خلاف پوځي عملیات کامیاب وو


د عراق صدر اعظم نوري المالکي وايي د بصرې په ښار کې د شعیه جگړه مارانو پر خلاف پوځي عملیات کامیاب وو.

ښاغلي مالکي نن د سه شنبې په ورځ وویل چې حکومت بې ١٠ زره نور عسکر ددې لپاره استخدام کړېدي چې په ښار کې امن او امان وساتى.

عراقي چارواکى وايي د هیواد په جنوب کې د حکومتي قواوو او شعیه جگړه مارانو تر منځ جگړې ددې سبب شوي چې دغه تیر مارچ د ٢٠٠٧ کال د اگست راهیسې تر ټولو خونړۍ میاشت حساب شي.

د عراق د کورنیو چارو، دفاع او روغتیا وزارتونو ارقام ښیي چې د تیرې میاشتې په جگړو کې نږدې ١١ سوه ملکي وگړي او امنېتى کسان وژل شوي دي.

د تلفاتو دغه شمیره د فروري د میاشتې د تلفاتو د شمېرې دوه برابره ده. د مارچ په میاشت کې ٩٢٣ ملکي خلک وژل شوي دي.

یوازه همدا تیره هفته د بغداد او بصرې په ښارونو کې شعیه ملا مقتدا الصدر د پلویانو او عراقي او ایتلافي قواوو تر منځ په جگړو کې څلور سوه ‏(‎‏۴٠٠‏)‎ کسان مړه شول.

مقتدا الصدر د یکشنبې په ورځ پر خپلو پلویانو امر وکړ چې د سړک له جگړو څخه لاس واخلي، او له مقاماتو څخه یې په بغداد کې د اوربند غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG