د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا یوې ورځپاڼې د جنوبي کوریا پر نوي جمهور رئیس باندی انتقاد کړېدى


د شمالي کوریا یوې ورځپاڼې د جنوبي کوریا پر نوي جمهور رئیس پداسې حال کې انتقاد کړېدى چې د دواړو هیوادونو تر منځ کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.

له هغه راهیسې چې لي میونگ باک په تیر فبروري کې جمهور رئیس شو، دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا د کمونست گوند لخوا خپریدونکې ورځپاڼه یې په اړوه انتقادي مقاله خپروي.

په دغه مقاله کې چې نن د روډنگ سینمن په ورځپاڼه کې خپره شوې ده، جمهور رئیس لي ته اخطار ورکړی دی چې د امریکا د طرفدارانه پالیسیو د فاجیعو نتایجو مسولیت به یې پر خپله غاړه وي.

د دواړو ملکونو تر منځ په ورستیو شپو ورځو کې روابط هغه وخت خراب شول چې د جنوبي کوریا یوه لوړ رتبه جنرال وویل کې شمالي کوریا په اتومي بم لاس پورې کوي نو د هغه ملک اتومي تاسیسات به وولي.

XS
SM
MD
LG