د لاس رسي وړ اتصالات

بش وايي پکارده چې ېوکراېن او جورجېان په ناټو کې شامل شى


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي دى د ېوکراېن او جورجېان ددې غوښتنى ملاتړ کوى په داسى لاره روان شى چې دناټو په غړېتوب په هغه کنفرانس کې ومنل شى چې په دې اونى کې په رومانېاکې کېږى.

د امرېکا غږ پاله ولفسن له کېف نه رپوټ راکوى، ځکه ښاغلى بش دېوکراېن له جمهور رئېس وېکټور ېاشېنکو سره په دغه ښار کې ملاقات وکړ.

دواړو مشرانو له ېوبل سره په اول کې څو ساعته ېوازې ملاقات وکړ او ترهغې وروسته ېې د خپلو عالېرتبه مرستېالانو په گډون مجلس وکړ.

ددغه مجلس د خبرو په سر کې په ناټو کې د ېوکراېن د غړېتوب مسله تر ټولو مخکى وه.

ښاغلى بش په دې برخه کې داسى ووېل: "زما درېځ په دې برخه کې بالکل پوخ دى. ېوکراېن او جورجېاته به د غړېتوب لپاره دمنل کېدو پلان ورکړل شى."

هغه ووېل چې دى ددغو دوو هېوادونو ملاتړ کوى چې په ناټو کې شامل شى. دغه دوه هېوادونه پخوا د شوروى اتحآد غړي هېوادونه ول. دغو دوو هېوادونو ېوکراېن او جورجېا ته داسى اصول او مقررات وټاکل شى چې دغه دواړه هېوادونه په رسمى ډول د ناټو په اتحاد کې شامل شى.

ښاغلى بش وايي: "موږ د ناټو د عملېاتو د هغه پلان چې د ېوکراېن او جورجېا لپاره ېې جوړ کړېدى ملاتړ کوو."

ښاغلى بش د ېوکراېن له مشر سره په ېوه گډ کنفرانس کې خبرى کولې. هغه ووېل دادناټو د ټولو غړېو هېوادونو په گټه ده چې دغه دواړه هېوادونه په خپلو غړېو کې شامل کړى.

ښاغلى بش ووېل: "دا چې زه دلته تم شوى ېم دا باېده هرچاته ددې خبرى څرگنده نښه وى چې زه په هغه څه باندى چې واېم ېې عمل کوم. زما مطلب دادى چې دا زموږ په گټه ده چې ېوکراېن له موږ سره په دې کار کې شرېک شى."

خو روسېه له دې کار سره مخالفت کوى چې دناټو نظامى اتحاد ددوى شرقى بندرونو لورى ته ور پراخه شى. روسېه وايي داسى اقدام به داورپا امنېت ته خطر پېښ کاندى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي روسېه په دغه کار کې راېه نلرى.

دى له دېنه انکار کوى چې ده د روسېې له جمهور رئېس وېلادېمېر پوټېن سره ېوه معامله کړېده او په هغې کى راغلى دى چې امرېکا به د ناټو په پراخوالى کې خپله کړنلاره نرمه کړى او ددې په مقابل کې به روسېه دوى ته رعاېت ورکى چې په اروپاکى د توغندېو ددفاع نظام ولگوى.

ښاغلى بش په دې برخه کې داسى وايي: "دا ېو غلط تصور دى. زه په ټېنگه په دې عقېده ېم چې ېوکراېن او جورجېاته د ناټو د غړېېتوب لپاره پلان ورکړل شى. لنډه ېې داده چې په دې برخه کې معامله نده شوې."

د ناټو په ېو شمېر غړېو هېوادونو کې جرمنى دا ملاحظات وړاندى کړېدى چې ښاېې ېوکراېن او جورجېا دېته چمتونه وى چې دناټو غړي شى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي دده اداره په دې کار ښه کلکه بوخته ده چې دناټو داتحآد غړي هېوادونه په دې قانع کړى چى د ېوکراېن او جورجېا د غوئښتنى ملاتړ وکړى. دېوکراېن جمهور رئېس ېاشېنکو کوشش وکړ چې په دې لړې کې ېو مثبت نقش ولرى.

هغه دا پوښتنه باې بېزه وگڼله چې که په بخارست کې د ناټو د غړېتوب لپاره دده غوښتنه و نه منل شى نو دى به څه وکړى.

ښاغلى ېاشېنکو ووېل: "زه په دې ډاډه ېم چې موږ په سمه لاره روان ېو اوموږ د خپل استقلال او ملى حآکمېت په چوکاټ کې عمل کوو. "

ښاغلى بش په دې برخه کې ووېل چې دى به دناټو په دغه عالى غونډه کې د ېوکراېن او جورجېان په برخه کې په نتاېجو باندى مخکى تر مخکى قضاوت ونکړى.

د ناټو د نظامى اتحآد نور غړي هېوادونه وايي چې حتى که د ېوکراېن او جورجېا غوښتنى په دغه غونډه کې د غړېتوب لپاره رد شى نو بېاهم ددى مانا دانده چې دامسله مړه شوه.

د ناټو ېوه عالېرتبه غړى ووېل په دې برخه کې سړ ى وېلى شى چې دامسله په دې پورې اړه لرى چې کله به دا کار وشى. دا دوخت مسله ده.

XS
SM
MD
LG