د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشرانو دا منلې ده چی د افغانستان قضیه د شپږ ویشتو غړو هیوادونو د آزمېینی د پاره یوه مهمه مسله ده


د رومانیې په پایتخت بوخاریست کی د ناټو د مشرانو عالی غونډه روانه ده او زیاتره ټینگار به یې په دې خبری وی چی د ناټو تړون باید د افغانستان د ثبات سره مرسته وکړی.

انتظار کېږی چی فرانسه اعلان وکړي چی افغانستان ته اضافی پوځیان لېږی او جمهور ریس جورج بوش د ناټو غړو هیوادو، دناتو ته خواست کړی دی چی هغوی هم خپل عسکر زیات کړی.

د ناټو مشرانو دا منلې ده چی د ساړه جنگ او د سپټامبر د یوولسمی د پېښی څخه وروسته د افغانستان قضیه د شپږ ویشتو غړو هیوادونو د آزمېینی د پاره یوه مهمه مسله ده.

په افغانستان کی د ناټو په رهبری اوه څلوېښت زره عسکر عملیات کوی مگر په دې وروستیو شپو ورځو کی داسی رپوټونه خپاره سوي دي چی که د افغانستان حکومت له ناکامېدلو څخه ژغورل کېږی، نو باید چی زیاتی قواوی و رواستولی سی او سیاسی کوښښونو ته زور ورکړه سی.

جمهور ریس بوش په بوخاریست کی د ناټو پر غړو ږغ وکړ چی په افغانستان کی د خپلو هلو ځلو په زیاتولو سره د ټروریزم له تهدید سره مقابله وکړی.

هغه وی ویل: "د ټروریسټانو تهدید ریښتونی دی، دا یو مرگانی تهدید دی او هغه ته ماته ورکول د ناټو د تړون دپاره تر ټولو مهم کار دی. زموږ تړون باید خپله اراده وښیی او دغه جگړې ته خاتمه ورکړی.

لکه د فرانسې جمهور ریس نیکلاس سرکوزې چی تېره هفته په لندن کی وویل موږ د افغانستان ناکامی نه سو تحمل کولای، بری چی هر څونه مشکل وي او موږ ته هر څون ه گران پرېوزی موږ یې باید ترلاسه کړو. زه د فرانسې د جمهوریس د دې خبری سره بالکل موافق یم."

انتظار کېږی جی فرانسه اعلان وکړی چی افغانستان ته اضافی قواوی لېږی او متحده ایالاتو ویلي دي چی پنځه دېرش سوه نور پوځیان افغانستان ته لېږی.

رومانیې هم ژمنه کړې ده چی د ناټو دنورو غړو په څېر به افغانستان ته نور پوځیان واستوی.

د ناټو نطاق جېمز اپاتورې د امریکا ږغ راډیو سره په مرکه کی وویل ناټو به افغانستان ته دنورو پوځیانو د لېږلو هر کلی وکړي او وې ویل چی کاناډا دا شرط ایښی دی چی که د ناټو غړي هیواودنه افغانستان ته نور پوځیان وانه ستوی نو خپل پوځیان به هغه هیواد څخه را وباسی.

په د ېتوگه به کاناډا وکړای سی چی یو څو نور کلونه خپل پوځیان په افغانستان کی وساتی، ځکه چی د کاناډا پارلمان خپل حکومت ته دا شرط ایښی وو چی په افغانستان کی به دخپلو عسکرو موده یوازي هغه وخت تر کال ٢٠١٠ پوری تمدید کړي چی دناټو نور غړي هیوادونه افغانستان ته اضافی پوځیان واستوی.

د ناټو عمومی منشی، یاپ ډی هوپ شیفر، په بوخاریست کی د وینا په ترڅ کی وویل دا خبره حیاتی اهمیت لری چی ناټو او د بین المللی ټولنی زیات هیوادونه د افغانستان سره د مرستی کولو پر ژمنه باندی ټینگ ودرېږی.

موږ باید دا خبره هېره نه کړو چی د ټروریزم سره په جگړه کی افغانستان په مقدمه جبهه کی پروت دی او دغه علت دی چی موږ هلته ماته تحمل کولای نه سو او باید چی بریالي سو.

انتظار کېږی چی د ناټو مقامات ووایی چی په افغانستان کی د ثبات ټینگول یوازی په پوځی طاقت نه کېږی. دوی وایی ددې کار دپاره سیاسی پرمختگ او انکشاف هم ضروري دی. په بوخاریست کی د ناټو د مشرانو غونډه سبا پای ته رسېږی.

XS
SM
MD
LG