د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال له پاکستان نه د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو بهیر ټکنی شوی


د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي چې سږ کال له پاکستان نه د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو بهیر ټکنی شوی او لس زره کډوال ستانه شوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې پولې د تورخم پدی ښار ګوټي کې هره ورځ له پاکستان نه د افغان کډوالو واړه او لوی موټر لېدل کیږي چې افغانستان ته را اوړي.

ډیری دغه کډوال په پاکستان کې په کمپونو کې اوسیدلی او د مختلفو لاملونو له کبله خپل هیواد ته راستنیږي.

په تورخم کې د کډوالو د راستنیدو کارکوونکي وايي چې هره ورځ د تورخم دروازی له لاری لږ تر لږه سل کډوالې کورنۍ ویني چې افغانستان ته راستنیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداری یو این ایچ سي ار د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې راستنیدونکو کډوالو ته یو مرکز جوړ کړی چې ورته سمبالیدونکی مرکز ویل کیږي.

د مومندرې د کډوالو پدغه سمبالیدونکي ځای کې د راستانه شویو کډوالو لپاره یو این ایچ سي ار ګڼ شمیر روزنیز پروګرامونه په لار اچولي.

دلته راستانه شویو کډوالو ته له ماینونو نن د خبرتیا ښوونه هم ورکول کیږي. دا ډول یو این ایچ سی ار دعامې روغتیا وزارت په مرسته پدغه مرکز کې یو کلینیک هم جوړ کړی. پدغه کلینیک کې ماشومانو ته واکسین ورکول کیږي او د ناروغانو درملنه کیږي.

محمد اسحق شیرزی په ختیځو ولایتونو کې د یو این ایچ سي ار د دفتر ساحوي مشر دا ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي ار وایي چې سږ کال له پاکستان نه دراستنېدونکو کډوالو کچه۷۵ په سلو کې د نورو کلونو په پرتله را ټیټه شوې.

دوی وايي چې د سږني عیسوي کال د مارچ له پی له تر اوسه ۱۰۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان نه را کډه شوي چې دا شمیر لږه کچه ښيي، دا اداره وايي چې تیر کال له ۴۰ زرو زیات کډوال تر همدې نیټې افغانستان را ستانه شوي وو.

خو دغه اداره تمه لري چې سږ کال به له یو سلو پنځوس زرو څخه تر دوه سوه زرو پورې کډوال خپل هیواد ته را وګرځي.

دیو این ایچ سي ار د چارواکو د وینا له مخې د سږکال په راستانه شویو کډوالو کې له نیمایي زیاته برخه یې ختیځو ولایتونو ته راغلي او پاتې برخه یې مرکزي او شمالي ولایتونو ته ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د اداری چارواکي وايي چې تیر کال هغه کډوال راستانه شوي وو چې په پاکستان کې یې دا وسېدانې پاڼې نه لرلې، خو سږ کال توپیر دا دی چې هغه کډوال را کډه شوي چې اوسیدو اسناد لري.

د مومندرې پدې مرکز کې ډیرو کډوالو اشنا تلویزیون ته وویل چې د دوی لپاره په افغانستان کې لویه ستونزه د کورونو او ځایونو نشتوالی دی. خو ځېنو کډوالو بیا ویل چې په خپلو سیمو کې د امنیت د ښه والي لامله خپلو کلو ته ستنیږي.

XS
SM
MD
LG