د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بم د جوړولو ساېنس پوه عبدالقدېر خان د بند نه ازادی غواړی


د پاکستان د اتومی پروگرام او اتومی بم د جوړولو بد نام شوي ساېنس پوه عبدالقدېر خان نن د پاکستان د نوي حکومت نه وغوښتل چه د هغه د را گرځېدو په خلاف دې لگول شوی بندېزونه ختم کړی.

عبدالقدېر خان نن د اردو ژبی نواېې وقت ورځپاڼی سره په خپله مرکه کی ووېل، چه په کور کی دده د نظر بندئ احکام په کال دوه زره څلورم مېلادی کی د جمهور رېس پروېز مشرف حکومت ورکړی ؤ چه صحت او روغتېا ته ېې ډېر تاوان رسوی.

عبدالقدېر خان د پخواني حکومت د ادعا غېر منطقی وبلله چه گوندې دده دخپل امنېت په خاطر ېې نظر بند کړی دی.

عبدالقدېر خان چه دوه اوېا کلن دی واېې هېله لری چه د پاکستان نوی صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی به زر دې خوشی کړی.

عبدالقدېر خان په کال دوه زره څلور مېلادی کی اعتراف کړی ؤ چه اېران، شمالی کورېا او لېبېا ته ېې د اتومی بم په باب مهم معلومات ورکړی ؤ.

د خپل اعتراف نه وروسته جمهور رېس مشرف وباښه او په اسلام اباد کی ېې په کور کی نظر بند کړ. ددی رسواېې با وجود اوس هم د پاکستان خلک نوموړې ېوه ملی اتل گڼی او د اتومی بم موجد او پلار ېې بلی.

XS
SM
MD
LG