د لاس رسي وړ اتصالات

کرستوفر هېل: شمالی کورېا سره باېد موجوده مشکلات زر حل شی


شمالی کورېا سره د مذاکراتو لپاره د امرېکا د هېت رېس او د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال کرستافر هېل نن ووېل چه د اتومی پروگرام دبندولو په باب د شمالی کورېا سره په خبرو کی مشکلات باېد په څو ورځو کی رفع شی.

ټاکل شوی وه چه شمالی کورېا به د تېر مېلادی کال په پای کی د خپلو اتو پروگرامونو په باب ېو پوره لست خپور کړی.

د امرېکا په شمول ېو شمېر ملکونه چه په دی خبرو کی برخه لری اوس واېې چه شمالی کورېا په خپل قول باندی عمل نه دی کړی.

کرستوفر هېل نن د جنوبی کورېا په مرکز سېول کی خبرېالانوته ووېل د امرېکا حکومت په دی ارتباط ډېر تشوېش لری، ځکه چه پوره دری مېاشتب تېری شوې مگر وضع په خپل حال پاتی ده.

شمالی کورېا واېې تر څو چه د امرېکا حکومت خپل قول پوره نه کړی او ددغه هېواد سره خپلی شخړی حل نه کړی ،نو شمالی کورېا به هم خپل اتومی پروگرام بند نه کړی.

XS
SM
MD
LG