د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩۴٨ د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شوروی اتحاد پوځیانو د متحده ایالاتو او برټانیې هغه پوځی...


د کال ١٩۴٨ د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شوروی اتحاد پوځیانو د متحده ایالاتو او برټانیې هغه پوځی اورگاډی را وگرځول چی د روسیې تر اشغال لاندی جرمني په سیمه کی یې سفر کاوه او د اورگاډو د تلاښي کولو غوښتنه یې وکړه.

د برټانیې او متحده ایالاتو مقاماتو د شوروی اتحاد دا غوښتنه و نه منله او په راتلونکو څو میاشتو کی د شوروی، برټانیې او متحده ایالاتو له خوا د جرمني د اشغال سره ملگري ستونزی نوری هم پسی زیاتی سوې.

د جرمني د سر نوشت او آینده په باب د متحده ایالاتو او شورویانو ترمنځ اختلافات په کال ١٩۴٥ کی د جنگ له ختمېدلو څخه مخکی پیل سوي وه. شوروی ویل چی جرمني باید بیا دونه قدرت پیدا نه کړي چی شوروی اتحاد ته خطر متوجه کړي.

امریکا هم په دغه برخه کی اندېښنه درلوده خو وروسته ورته معلومه سوه چی که جرمني پرپښو ودرېږی نو دا به د شوروی له خوا د احتمالی تهدید په مقابل کی یو ښه سپر وی.

او کله چی وروسته څرگنده سوه چی امریکا، فرانسه او برټانیه جرمني ته سوېل ورکوی او هغه هیواد پر پښو دروی نو د امریکا او متحدینو او شوروی اتحاد ترمنځ تاو تریخوالی ډېر زیات سو.

د کال ١٩۴٨ د اپرېل پر لومړۍ نېټه شوروی قواو د برټانیې او متحده ایالاتو هغه پوځی اورگاډي را وگرځول چی شوروی تراشغال لاندی جرمني کی یې د لوېدیځ جرمني خاوته حرکت کاوه.

متحده ایالاتو او برټانیې شوروی اتحاد ته احتجاجی لیکونه واستول، شوروی د دغو اورگاډو د تلاښی کولو څخه لاس واخیست خو د کال ١٩۴٨ د جون په میاشت کی یې لوېدیځ برلین ته د متحده ایالاتو، برټانیې او فرانسې د ټول ځمکني حمل و نقل مخه بنده کړه.

په دې توگه د برلین محاصره پیل سوه او یوازي هغه وخت ماته سوه چی متحده ایالاتو په حیرانونکې توگه لوېدیځ برلین ته په الوتکو کی مواد له هوا څخه وغورځول.

XS
SM
MD
LG