د لاس رسي وړ اتصالات

الظواهري د ملگرو ملتونو سازمان د اسلام دښمن بللی دی


د القاعدې د تروریستي سازمان دوهم مشر ایمان الظواهري ملگري ملتونه د اسلام دښمنان بللي دي او هوډ یې وکړ چی په اسرائیلو کی دننه او بهر به په یهودانو باندي خپلي حملې زیاتي کړی.

ظواهري دا وینا د آواز په هغه فیته کی ثبت كړېده چی پرون خپره شوه. ددې ثبت شوي آواز دروغ او رېښتېا لا سمدستي معلوم سوي ندي.

رپوټ وايي ددوی ویب پاڼي ته، تقریبا یو سل پوښتنې لېږل شوېدى او هغو ته جوابونو ویلو یو نیم ساعت وخت ونیو.

ظواهري په خپل پیغام کی هغه ادعا گاني رد کړې چی وایی القاعدې د بغداد ، المغرب او الجزایر په شان ملکونو کی په خپلو حملو کی بیگناه انسانان وژلي دي.

هغه وویل چی که کوم بیگناه څوک وژل سوی وی نو هغه به قصدي نه وی وژل سوی. ظواهري وویل چی د القاعدې دښمنانو تل د مسلمانانو نه د انساني سپر په توگه کار اخیستی دی.

هغه دا هم وویل چی د القاعدې مشر اسامه بن لادن ژوندی او روغ رمټ دی .

XS
SM
MD
LG