د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز مشرف بله هفته د چین په سفر روانیږی


د چین د بهرنیو چارو وزارت وایی چی د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف به بله هفته چین ته رسمي سفر وکړی.

ویل کیږی ښاغلی مشرف به په نورو چارواکوبر سیره د چین د جمهوررئیس هوژین تاو اود صدراعظم وین ژېا باو سره هم وگوری.

توقع کیږی دغه دواړه ملکونه څو موافقې لاسلیک کړی، مگر ددغو موافقو په باب خاص تفصیلات نه دی ورکړل شوي.

ښاغلی مشرف به د آسیا د سیمه ایزي اقتصادي همکارۍ په کلنۍ غونډه کی هم برخه واخلی. د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف به د اپریل د لسمي نه ددې میاشتي تر پنځلسمي پوری په چین کی وی .

XS
SM
MD
LG