د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو پیشنهاد کړیدی چې افغانستان ته څه دپاسه یوزر اته سوه عسکر لیږی:


دناټو مشرانو په بخارست کې ژمنه وکړه چې دافغانستان دقواوسره دمرستی لپاره ‏(‎١٨٠٠ ‏)‎ نوراضافی عسکرور لیږی .

فرانسی د‏(‎٧٠٠ ‏)‎ نورو اضافی ‏عسکرو وعده وکړه . گرجستان چې غواړی په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړی د‏(‎٥٠٠ ‏)‎ عسکرو او پولنډ د‏(‎۴٠٠ ‏)‎ نورو عسکرو دلیږلو او همداشان داتو هلیکپټرو چې ورته ډیرضرورت دی وعده وکړه اوایټالی ،رومانیه اویونان هم ژمنه وکړه چې دافغانستان دپوځ دروزنی لپاره هیآتونه استوی.

دچک جمهوریت ، هنگری او آذربائجا او نیوزلاند چې دناټو غړی ندی ، وعده کړیده چې یو شمیر نورعسکر افغانستان ته لیږی .

او ازبکستان وویل، دیوې موافقی لاس لیکولو ته تیاره چې دهغې له مخی به ناټو ته اجازه ورکړ ی چې دمرکزی آسیا ددغه هیواد له لاری په افغانستان کې عسکروته غیر محرب مواد ورسوی .

دامریکا ددفاع وزیر رابرټ کیټز نن دجمعی په ورځ خبریالانو ته وویل، جمهورریئس جورج ډبیلو بوش ویلی دی چې امریکا به افغانستان ته بل کال پوره شمیر اضافی عسکر ولیږی .

ښاغلې گیټز داتبصره هغه وخت وکړه چې له رومانیه نه عمان ته روانیده .

جمهوررئیس بوش دناټو له غړو هیوادونونه وغوښتل چې دعسکرو شمیر زیات کړی او څیرمه جبهو ته ئې واستوی .

په ځواب کې دکاناډا صدراعظم سټیفن هارپر وویل، دهغه دهیواد قواوی به په جنوب کې پاتی وی .

کاناډا مخکې اعلان کړی وچې که نورهیوادونه دغې سیمی ته تازه دم قواوی وانستوی نوبل کال به خپلی قواوی له دغې سیمی نه را اوباسی .

XS
SM
MD
LG