د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي، د افغانستان دپاره د بخارست کنفرانس، ډیر گټور وباله


ښاغلی کرزي د رومانیا نه په بیرته راتگ یو خبری کنفرانس کی خبری وکړی او ویی ویل چی نړیوالی ټولنی په یوه گډ اواز د افغانستان د دولت سره خپل ملاتړ څرگند کړ.

جمهور رئیس حامد کرزی ددی یادونه هم وکړه چې د طالبانو سره په مذاکراتو اخته دی.

د افغانستان جمهور رئیس د راتلونکو انتخاباتو په باب وویل چی د جمهوری ریاست او پارلمان انتخابات به جلا جلا تر سره شي او دا یی هم په ډاگه کړه چی دی به د جمهوري ریاست د پاره بیا هم ځان کاندید کړي.

په یو بل خبر کی، د شنبې په روځ په افغانستان کی فرانسوي او ایتالیایی عسکرو په خپلی پوځی اډې کمپ ویر هوز کې چی په کابل کی موقعیت لري، د تصویرونو یو نندارتون پرانست.

پدی نندارتون کی د عسکرو له خوا دوه سوه تصؤیرونه ننداری ته وړاندی شوی و. دا عسکر د ناتو په مشرۍ د ایساف په قواو کی خپله دنده تر سره کوي.

یوی فرانسوۍ عسکرې چی پدی نندارتون کې د هغی عکسونه هم شامل و، پدی اړه توضیحات ورکړل چی ولی دا عکسونه ددوی دپاره ارزښت لري.

د جنگ د چاپیریال په لیدلو، په پوځ کی خدمت د یوه عسکر د بشري احساساتو مخه نشي نیولای.

XS
SM
MD
LG