د لاس رسي وړ اتصالات

زیمبابوی - موگابى د راېو له سره شمېرل غېر قانونى بللى دى


د زیمبابوی مخالف گوند د رابرت موگابی د گوند هغه غوښتنه چی د تیری میاشتی د جمهوری ریاست د انتخاباتو راېې دی له سره وشمیرل شی، غیر قانونی بللی ده.

د ډیموکراتیک بدلونون د تحریک نطاق نن وویل چی د حاکم گوند زانو پی ایف دا غوښتنه چی د انتخایاتو راېې دی د سره وشمیرل شی، ناممکنه، غیر قانونی او د انتخاباتو د قوانینو نه سرغړونه ده.

دغه نطاق چی نیلسن چمیسه نومیږی وایی په داسی حال کی چی د مارچ د ٢٩ نیټی نتایج لا تراوسه نه دی اعلان شوی او دوی د رایو شمیرل د سره غواړی ،یوه بی اساسه خبره او د رشخند ویل دی.

د سنډی میل دولتی ورځپاڼی نن وویل چی د زانو پی ایف گوند ویلی چی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د رایو په شمیرنه کی د دوی په قول غلطی شوی او رایی سمی نه دی شمیرل شوی.

دغه ورځپاڼه زیاتوی چی دی گوند همداشان د انتخاباتو له کمسیون نه غوښتی چی د انتخاباتو د نتایجو اعلان وځنډوی.

مخالف گوند به نن ستری محکمی ته عرض وکړی چی د جمهوری ریاست د انتخاباتو د نتایجو د ژر تر ژره اعلانولو حکم ورکړی.

XS
SM
MD
LG