د لاس رسي وړ اتصالات

بش او پوټېن  - د توغندېو د دفاعى نظام په باب غونډه


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش او وېلادېمېر پوټېن دخپلې خداى پامانۍ عالى غونډه د توغندېو ددفاع په برخه کې له موافقى نه پرته پاېته رسولى ده.

خو هغوى په دې غونډه کې د هغو جمهورو رېئسانو لپاره چې ددوى ځاېونه به نېسى ېوه نخچه پرېښى ده.

دواړو جمهورو رئېسانو خپلى خبرى په داسى حال کې پاېته ورسولى چې په مثبتو موضوعاتو باندې ېې تمرکز کاوه.

هغوى دواړو په ډېر وېاړ باندى د امرېکا او روسېې د اړېکو په بدلون باندى چې دوى دواړو په دې تېرو اوو کلونو کې پرې په گډه کار کړېدى، خبرى کولې.

دغه دواړه مشران دموافقى ېو داسى پلان، خپلو هغو کسانو ته پرېږدى چې په نېژدى اېنده کې به ددوى ځاى ونېسى. دوى دواړو په هغو شېانو خبرى کړېدى چې په دې دموده کې ېې سرته رسولى دى او اېنده ته سترگې په لاردى.

د امرېکا جمهور رئېس ښاغلى بش وايى دا گډه اعلامېه د دوى د اړېکو پراختېا او ژوروالى څرگندوى.

هغه ووېل: "موږ په تېرو کلونو کې ډېر سخت کار وکړ چې داسى مساېل پېدا کړو چې په گډه باندى پرې کار وکړو او داسى لارې چارې پېدا کړو چې کله موږ سره په ېوه مسله موافقه نشو کولى نو سره له دې هم د توافق لارې پېدا کړو."

د توغندېو د دفاعى نظام لگول په هغو مساېلو کې راځى چې مخالفت پرې زېات دى. امرېکا غواړى چې دغه نظام په مرکزى اروپا کې تعمېر کړى خو روسېه وايي چې دا کار دوسلو نوې مسابقه منځته راوستلى شى.

هغوى دواړو په خپل وروستى خبرى کنفرانس کې ووېل چې که څه هم دوى به په سوچى کې ېوې نوى موافقى ته سره ونه رسېدى شى خو په دغو مساېلو باندى مجلس کونگ ممکن دى.

ښاغلى پوټېن چې د ېوه ژباړن په مرسته خبرى کولى، وې وېل چې دى په دې عقېده دى چې امرېکا دده په اندېښنه ددغه پلان په برخه کې پوهېږى چې د چک په جمهورېت کې د رادار ېونظام ولگوى او په پولنډ کې د توغندېو د را اېسارولو او مخ نېولو نظام ولگوى.

هغه ووېل چې واشنگټن دوى ته داسى اقدامات چې د باور او ډاډ د زېاتولو لپاره دى وړاندې کړېدى او په هغو باندى غور کېږى.

جمهور رئېس پوټېن وايي: "زه ددوه اړخېزو توافقاتو په برخه کې خوشبېنى لرم. زه په دې عقېده ېم چې دا ممکنه ده. خو بدي ېې په تفصېلاتو کې ده."

جمهور رئېس بش وايي دواړو خواو وعده وکړه چې د حل ېوه لاره پېدا کاندى. دواړه ددې ېادونه کوى چې په ستراتېژېک چوکاټ کې چې د سوچى په عالې غونډه کې لاسلېک شوېده دواړ مشران د توغندېو د پراخه دفاعى نظام د نظرېې ملاتړ کوى.

جمهور رئېس بش وايي: "د نړېوال نظام تصور، ېوه داسى نظرېه ده چې زه ېې په ټېنگه ملاتړ کوم. موږ په گډه کار کوو."

له دغو دواړو مشرانو نه خبرېالانو پوښتنه وکړه چې اېادوى دا مسله دېته پرېښى ده چې ددوى نه وروسته راتلونکى جمهور رئېسان ېې حآل کاندى.

ښاغلى بش، دا نظرېه رد کړه او داسى ېې ووېل: "اوس ېو څوک د شک له امله وېلى شى چې دا مسله اېنده ته پرېښودل شوېده خو زه ددې خبرى قدردانى نه کوم ځکه چې زه په د ې خبره عقېده لرم چې دا ضرور ده چې خپل ځانونه خوندى وساتو."

خو دا حقېقت موجو د دى چې ښاغلى پوټېن په راتلونکى مېاشت کې د جمهور رئېس په توگه له خپلې وظېفى نه لاس اخلى او ښاغلى بش به د راتلونکى کال جنورى ته د جمهورى رېاست له وظېفى نه لاس واخلى.

د سږکال د مې په اوه نېټه به دېمېتري مېډوېډوف د روسېې نوى جمهور رئېس وى. که څه هم ښاغلى بش له مېډوېډوف سره په سوچى کې خبرى وکړې او وې وېل چې دى د هغه سره د مذاکراتو له امله ډېر نېک تاثر لرى.

ددى توقع ده چې ښاغلى پوټېن به د روسېې د صدر اعظم په توگه کار وکړى. هغه خبرېالانو ته ووېل چې جمهور رئېس مېډوېډوف به د خارجى پالېسېو مسوولېت په غاړه ولرى.

XS
SM
MD
LG