د لاس رسي وړ اتصالات

دلای لاما: چې که په تبت کې مظاهری دوام وکړي نو چین دیته مجبوریږی چی د لا زور نه کار واخلي


د تبت مذهبی مشر دلای لاما نن اندیښنه وښوده چې که په تبت کې مظاهری دوام وکړي نو چین دیته مجبوریږی چی د لا زور نه کار واخلي.

ښاغلی دلای لاما چی په هند کی د تبعید ژوند تیروي، د درمسالا په معبد سوگلاکانگ کې د لسو دقیقو دپاره ویناوکړه.

هغه د وینا نه مخکی په تبت کی د چینایی عسکرو په لاس د وژل شویو مظاهره کونکو په درناوی د عبادت او دعا ویلو په مراسمو کی هم برخه واخیسته.

هغه وویل که دا مظاهری په تبت کی همداسی روانی وی نو زه پوهیږم چې د چین حکومت به د تبت په خلکو فشار واچوي.

XS
SM
MD
LG