د لاس رسي وړ اتصالات

په شلهاو زرو پاکستانېانو د قران خلاف فېلم پر ضد مظاهره وکړه


د پاکستان پولېس وايي له شلو زرو نه زېاتو خلکو د ېکشنبى په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښارکې په هغه احتجاجېه مظاهره کې برخه واخېستله چې د هغه فېلم پر خلاف وشوه چې د قرآن کرېم پرخلاف تېره مېاشت په انټرنېټ کې خپور شوى و.

رپوټ وايي په پاکستان کې دا تر ټولو سترې مظآهرې وې چې د پنځه لس دقېقې اوږده فېلم خلاف وشوې.

دغه فېلم په ټوله اسلامي نړۍ کې مظاهرې راپارولى دى. دغه فېلم د هالنډ د پارلېمان ېوه غړى گېرت واېلډرز جوړ کړېدى او د قرآن کرېم اېتونه ېې دېوې ترورېستى حملى له صحنى سره ځاى ځاى راوړېدى.

په دغه فېلم کې د اسلام د پېغمبر ېو کارتون هم ښودل کېږى چې د پگړۍ دول لاندې ېې ېو بم اېښى دى.

دمظاهره چېانو، مشرانو د هالېنډ او ډنمارک د سفېرانو د اېستلو غوښتنه کوله. په دغو دواړو هېوادونو کې ورځپاڼود کارتون تصوېرونه چاپ کړېدى.

د هالېنډ صدراعظم ېان پېټر بالکنېډې وايي دغه فېلم پرته له دېنه چې خلک په غوسه کړى نور هېڅ مقصد نلرى.

هغه ددغه فېلم له محتوېاتو او اساس او بنېاد سره چې اسلام له تشدد سره برابرڅرگندوى مخالف دى اوردوى ېې.

د اروپاېې اتحآد رېاست په دې تازه وختونو کې ېوداسى خبر لېک خپور کړېدى چې وايي دغه فېلم بل هېڅ مقصد نلرى پرته له دېنه چې دخلکو کرکې ته لمن ووهى او راوې پاروى.

خو اروپاېې ډلې دا هم ومنله چې دا فېلم جوړوونکى د بېان د ازادۍ حق لري چې داسى فېلم جوړکاندى.

واېلډرز وايي دده ېو مهم مقصد ددې فېلم په جوړولو کې دا و چې د مسلمانانو زېاتېدونکى مهاجرت هالېنډ او نور اروپاېې هېوادونو ته دېموکراتېک ارزښتونه تهدېدوى.

XS
SM
MD
LG