د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ښځو چارو له وزارت سره د کاناډا مرسته


نن په کابل کې دکاناډا هیواد په پنځه ملیونه ډالره مرسته د ښځو چارو له وزارت سره دیوی پروژی قرار داد لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دافغانو ښځو لپاره دکورنۍ او قوانینو اصلاحي کارونه پرمخ یوړل شي.

دا پروژه چې د حقوق او ډیموکراسي کاناډايي موسسې له خوا پرمخ وړل کیږي، په افغانستان کې یوازی افغان کارکوونکي لري.

ددی پروګرام له لاری به دښځو او نارینه و د حقوقو د مساواتو لپاره ډول ډول کارونه تر سره شي.

په افغانستان کې د کاناډا سفیر عارف لالاني وویل چې کاناډا تر دی مهاله په افغانستان کې په مختلفو برخو کې دری سوه ملیونه ډالره لګولي، چې یوه برخه ددی مرستو پدغه هیواد کې دښځو لپاره په کارونو مصرف شي.

XS
SM
MD
LG