د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د اردو عسکر وايي چې ېاغېانو ته ېې سخت زېان وراړولى دى


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې افغان او د امرېکا په مشرى قواو د ېکشنبى د ورځې په جگړه کې ېاغېانو ته په نورستان کې سخت ځانى او مالى تاوانونه وراړولى دى.

د افغانستان ملى اردو او د امرېکا پوځ ېوه هم دا نه وېل چې څومره ېاغېان ېې وژلى دى خو افغان نظامى چارواکېو ووېل چې ېو عسکر ېې وژل شوېدى.

نظامى چارواکې وايي چې د ملکى تلفاتو رپوټ ندى ورکړل شوى. د نورستان چارواکى له دغى خبرى سره اتفاق نلرى او وايي چې شل تنه ملکېان په دغه حمله کې وژل شوېدى او نور پکى زخمى شوېدى.

ددفاع وزارت چارواکى وايي چې اته تنه ېاغېان نېول شوېدى په داسى حال کې چې د نورستان مشران وايي دوى ملکي کسان بندېان کړېدى. خو دافغانستان ددفاع وزارت په دغه برخه کې تحقېقات کوى.

دافغانستان او امرېکا قواوې وايي چې دغه عملېات په دې سبب وشول چې دغه لېرې پرته منطقه چې د پاکستان له سرحد سره پرته ده، له ېاغېانو نه پاکه کړى.

رپوټ وايي چې نورستان په دې شهرت لرى چې دطالبانو مرکز دى. د نورستان ېوه مشر ووېل چې طالبانو په دې سېمه کې ول خو کله چې جگړې پېل شوې نو هغوى له دې سېمى نه ولاړل.

XS
SM
MD
LG