د لاس رسي وړ اتصالات

د اولمپېک نړېواله کومېټه غواړى چې چېن په سوله د تبت ستونزې حل کاندى


د اولمپېک د نړېوالى کومېټى په چېن باندى غږ کړېدى چې په بېړه اوسوله ئېز ډول باندى په تېبېت کې هغه ستونزې حل کاندى چې د اولمپېک د مشال د وړلو په برخه کې په دې تازه شپو ورځو کې په خارجى هېوادونو کې پېښېږى.

د اولمپېک ملى مشرانو په غونډه کې نن ژاکس روج (Jacques Rogge) ووېل تشدد او مرگ ژوبله د هردلېل لپاره چې وى د اولمپېک د مشال د وړلو او داولمپېک د لوبو له ارزښتونو سره اړخ نه لگوى.

روج ووېل که څه هم د ېو شمېر خلکو د اولمپېک د لوبو د فسخ کولو لپاره غږونه وکړل خو ده دعمومى باېکاټ لپاره اقدامات ونه لېدل. هغه دا اندېښنه هم څرگنده کړه چې مظاهره چېان د اولمپېک د مشال د انتقالو لو بهېر گډو وډ کولى شى.

د ېکشنبى په ورځ دا لاى لاما په ټولو تبېتېاتو باندى غږ وکړ چې له مرگ ژوبلى او داسى اعمالو نه ځان وساتى چې د چېن د خلکو په اذهانو کى کرکه پېدا کولى شى.

XS
SM
MD
LG