د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا څنگه له عراق څخه بې له دې چې گډوډي رامینځته شي، و وځي؟


د امریکا د سنا په مجلس کې د باندنیو اړېکو کمیټه د عراق په هکله د دوو اونیو په بحث بوخته ده. درو متقاعدو جنرالانو په دې هکله خپل نظر ورکړ چې څنگه له عراق څخه بې له دې چې گډوډي را مینځته شي، و وځي.

مقتدا ااصدر خپل جنگیالي له سړکونو لري کړل او اوربند یو له اندېښنې ډک ارام را وست، او امریکايي سیاستمدارانو او پوځي کارپوهانو ته یې د عراق د راتلونکي په هکله د بحث موقع ورکړه.

جنرال بېري مکېفرې وایی: "‎دا د ٦٠٠ ملیاردو ډالرو جگړه ده چې ٣۴٠٠٠ امریکایان پکې مړه شوي او ټپي شوي دي. د نړۍ د زیاتو خلکو ملاتړ مو له لاسه ورکړی او امریکایان یې هم ملاتړ نه کوي‏."‎

خو مکېفري یو پلان لري. هغه فکر کوي چې امریکا باید د عراق امنیتي ځواکونه ر وځلو ته دوام ورکړي، عراقیانو ته و وايي چې امریکاییان بېرته ځي او بیا بل څوک په قدرت کښېنوي.

ډگر جنرال رابرټ سکېل وايي سنیان باید د عراق په حکومت کې نوره هم لویه ونډه ولري.

رابرټ سکېل: "سنییان به تر هغو په حکومت کې برخه اخلي ترڅو ویني چې مونږ وځو او عراق له پښو نه لویږي. خو هغه څه چې مونږ یې نه غواړو هغه دا دي چې دوی دومره په حکومت کې برخه و نه لري چې بېخي هرڅه په لاس کې واخلي."‎

متقاعد جنرال ویلیم اوډوم وايي امریکا باید لومړی ووځي او وروسته د عراق د راتولنکي په هکله فکر وکړي.

ویلیم اوډوم: "‎تاس باید له عراق څخه په کشتیو او طیارو کې ووځۍ. په موټر کې ساحل ته ورسۍ او په کشتیو کې سپاره شۍ‏. تردې بله کومه ښه لاره نه لرۍ‏."‎

وکیلان هم د عراق په هکله د پوهانو نظرونه واوري.

XS
SM
MD
LG