د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک افغانستان ته نظامي هلیکوپتري او عسکر ورکوی


ډنمارک وایی چی په افغانستان کی به ددې کال تر آخر پوری د خپلو هلیکوپترو او نظامي کارکونکو شمیر زیات کړی.

د هغه هیواد ددفاع د وزارت په یوه بیانیه کی پرون ویل شوي دي چی تقریبا څلور هلیکوپتري او د ٥٠ نه تر ٧٥ تنو پوری اضافي نظامي کارکونکي به افغانستان ته واستوي چی د امنیت په ساتلو کی د اوسنیو ډنمارکي عسکرو سره مرسته وکړی.

ډنمارک افغانستان ته دا اوس تقریبا ٦٠٠ عسکر لیږلي دي چی په جنوبي سیمو کی خدمت کوی.

ددغه وزارت یوه نطاق وویل چی دا پرونی اعلان یې په رومانیا کی د ناتو د تیري هفتې د مشرانو د عالي جرگې سره اړه نه لری.

په رومانیا کی د ناتو مشرانو فیصله وکړه چی افغانستان ته به ددې اتحاد څه د پاسه ١٨٠٠ اضافي عسکر ورکړی.

پولینډ هم وعده وکړه چی اته هلیکوپتري او ۴٠٠ نور عسکر به ور واستوي. پولینډ او گرجستان به خپلي قواوي د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کی چی یاغي طالبان په کی ډیر فعال دي وویشي.

ایټالیې، رومانیې او یونان موافقه کړې چی د افغان اردو د روزني د پاره به نظامي هیاتونه ولیږی.

د چک جمهوریت، هنگري د نورو عسکرو د لیږلو وعدې کړي دي. او آذربایجان او نوي زیلاند چی د ناتو غړي نه دي ویلي دي چی کم شمیر عسکر به ورواستوي.

ازبکستان وایي چی هغه تړون به لاسلیک کړی چی دهغه په اساس به ناتو کولای شی خپل ټرانسپورټي او غیر نظامي مواد په افغانستان کی خپلو عسکرو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG