د لاس رسي وړ اتصالات

په ناکامو دولتونو کې، مداخله گټه کوی که تاوان؟


ناکامه او کمزوری دولتونه په بیلا بیلو دلائلو سره د خپلو اتباعو لپاره امنیت اواساسی خدمتونه نشی برابرولی.

د امریکا حکومت او د خارجی پالیسی یو شمیر ماهران وائې، ناکامه دولتونه د نړۍ سولې او امنیت ته گواښ مخامخ کوی.

گل خان تنکی ځوان وو چې په افغانستان کې د جنگ د لاسه د هغه کورنې جلال اباد ته نژدی له خپل کلی نه پاکستان ته مهاجره شوه.

ده څه د پاسه دیرش کاله په پاکستان کې تیر کړل ځکه چې بیرته وطن ته ستنیدلوئې خطر لاره. اوس دی بیرته وطن ته راځی.

هغه وایی: "زه له خپلو ورونو او کلیوالو نه غواړم چې خپل کلی او ښکلی وطن ته راستانه شی. که دوی بیرته خپل وطن ته راستانه شی نو موږ خپل هیواد بیا ودانولای شو."

په داسی حال کې چې ښائې گل خان د امنیت احساس وکړی خو پدی وروستیو وختو کې په امریکا کې د بروکینگز په خصوصی مؤسسه کې د خارجی پالیسی ماهرانو افغانستان د یو ناکامه دولت په حیث په لست کې شامل کړی و.

د بروکینگز د مؤسسې د کمزوری دولت فهرست وائې، د طالبانو د راپرزولو نه شپږ کاله وروسته هم په افغانستان کې د بیا ودانولو کارونه په ورو روان دی، مرکزی حکومت کمزوری او د جنگ مصیبت لا ورک شوی ندی.

د امریکا په کانگرس کې ډیموکرات غړی ایډم سمت له ډیر پخوا نه په بشری لحاظ په ناکامو دولتونو کې د بین المللی مداخلی طرفدار دی. دی وائې افغانستان ئې ښه مثال دی چې ولی ناکامه دولتونه نړۍ ته گواښ مخامخ کوی.

ښاغلئ سمت وائې: "افغانستان یو ناکامه دولت و چې القاعدی پکې دپټیدو مرکزونه پیدا کړل او د یو د پاسه د دوه زرم کال د سیپټمبر په یو لسمه نیټه ئې ددغه هیواد په خلاف حملی وکړی. که افغانستان یو ناکامه دولت نه وی نو د اسامه بن لادن په شان خلکو لپاره به محفوظه ځای نوی چې هلته ولاړ شی."

د یو د پاسه په دوه زرم کال کې په امریکا باندی د تیرورستی حملو نه وروسته د امریکا حکومت او د خارجی پالیسی ډیرو ماهرانو په ناکامو دولتونو کې د مداخلی پلوی وکړه چې دوی وژغوری. مگر انتقاد کونکی وائې، نور مهم موضوعات هم شته دی.

(دوام لری...)

XS
SM
MD
LG