د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دوه چارواکي به نن کانگرس ته د عراق په اړه خپل معلومات وړاندی کړي


په عراق کې د امریکا دوه جگپوړي چارواکي به نن سه شنبې کانگرس ته د عراق په اړه خپل وروستي معلومات وړاندی کړي.

ټاکل شوی چې په عراق کې د امریکایې ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیوید پیتریس او په بغداد کې د امریکا سفیر ریان کراکر به د سنا د بهرنیو اړیکو اود وسله والو پوځونو کمیټې ته څرگندونې وکړي.

په پام کې ده چې دوی د نورو مسایلو لکه په عراق کې د امریکایې عسکرو د شمیرې د زیاتوالو د ستراتیژۍ په اړه هم خبرې وکړي.

ښایي له دغه دوه چارواکو څخه به په کانگرس کې د جمهور ي ریاست درې تنه کاندیدان، هلري کلنتن، بارک ابامه او جان مکین هم پوښتنې وکړي.

XS
SM
MD
LG