د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک د مشعل د نړیوالو گرځولو د بندولو په اړه، د المپیک د کمیټې مشران غونډه


د ٢٠٠٨ کال د المپیک د لوبو د مشعل په وړاندې د نړۍ په گوټ گوټ کې د پراخو اعتراضونو وروسته، اټکل شوی چې د نړیوال المپیک د کمیټې مشران په روانه اونۍ کې په بیجینگ کې، د راتلوونکو لوبو لپاره د المپیک د مشعل د نړیوالو گرځولو د بندولو په اړه غونډه وکړي.

د المپیک د نړیوالې کمیټې د مشرتابه یو غړي کیون گاسپر نن سه شنبه په بیجنیگ کې خبریالانو ته وویل چې د لندن او پاریس له مظاهرو وروسته اوس داسې تصمیم نه لري چې د مشعل گرځول مخکې له وخته بند کړي.

چین په ټینگه دغه مظاهرې غندلي او ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې تبتي جدایي غوښتوونکي غواړي ددې بهیر په وړاندې د خنډونو په رامنځ ته کولو سره د المپیک ماهیت تر پوښتنې لاندې راوړي.

په دې ترڅ کې سانفرانسسکو ته د مشعل د راوړلو په درشل کې درې تنه مظاهره کوونکي د گولډن گیټ مشهور پله ته وختل او د تبت بیرغ یې پرې وځړاوه.

XS
SM
MD
LG