د لاس رسي وړ اتصالات

CIA مشکوک ترورستان اردن ته د تحقیقاتو او شکنجی ورکولو لپاره لیږلی دی


د بشری حقوقو د څارنې مؤسسه وائې، د امریکا د استخاباراتو مرکزی اداری لږترلږه څوارلس مشکوک ترورستان د یو د پاسه ددوه زرم کال دسیپټمبر د میاشتی دیولسمی نیټی په امریکا باندی د ترورستی حملو نه وروسته په درو کلونو کې اردن ته د تحقیقاتو او شکنجی ورکولو لپاره لیږل دی.

دغه مؤسسه چې مرکزئې په نیویارک کې دی وائې، اردن د یو د پاسه د دوه زرم او د دوه زره څلورم کلونو ترمنځ د ‏(‎CIA‏)‎ د اجراتو او ترجمی لپاره له ټولو نه ښه ځای و.

دغه رپوټ وائې، د اردن دعمومی استخباراتو اداری د‏(‎CIA‏)‎ لپاره د زندان سرمامور په حیث کار کاوه او دهغو بندیانو سره ئې ډیربدسلوک کاوه چې امریکا ورته سپارلی وو او تحقیق کونکو په پرله پسی توگه شکنجه کول.

په دغه رپوټ کې د بندیانو له قوله ویل شویدی چې برقی شاکونه ورکول کیدل، مارانو سره اچول، سپی ورپسی خوشی کول او بی عفته کول ئې.

په رپوټ کې دا هم راغلی دی چې په دغو سزا گانو کې عمومی شکنجه ورکول هم شامل دی چې دپښو په تلو باندی بندیان وهل کیدل.

د بشری حقوقو د څارنی مؤسسه دا هم وائې، ددغو اجرآتو په باره کې ورته هغو پخوانیو اردنی بندیانو معلومات ورکړیدی چې د غیر اردنی مشکوکو ترورستانو سره بندیان وواو وائې، د ترجمی د هغو اتو قضایا وو په باب ورته معلومات شویدی چې پخوا ورنه څوک خبرنه و.

XS
SM
MD
LG