د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات


د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون خبر ورکړ چې په هغه هیواد کې به د جمهوری ریاست انتخابات د دوه زره نهه کال په پای او پارلماني ټاکنې به د بل کال په نیمایې کې تر سره شي.

د انتخاباتو کمیسیون، ملگرو ملتونو او جمهور رئیس حامد کرزي په گډه موافقه کړی وه چې د انتخاباتو د تر سره کولو لپاره د کم لگښت او د امنیتي وضعه په پام کې نیولو سره ټاکنې په یو وخت وشي.

خو د کمیسیون د ویاند په وینا د سیاسي گوندونو او سیاستوالو د اختلاف له امله دغه ټاکنی به جلا جلا تر سره شي.

XS
SM
MD
LG