د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي حکومت نن په بغداد کې په گرځیدو بندیز لگولی دی


د امریکا لخوا د بغداد د نیولو د پنځمی کلیزې په ورځ، عراقي حکومت نن د چهاشنبې په ورځ په دغه ښار کې په گرځیدو بندیز لگولی دی.

چارواکي وایې موټر او هر ډول نقلیه وسایط د سهار له پنځو نه د شپی تر دولسو بجو پورې د گرځیدو نه منع دي.

د سختو امنیتي تدابیرو سر بیره د بغداد په صدر ښار کې د هاوان دریو گولیواوه کسان ووژل او څلورویشت یې ټپیان کړل.

د سه شنبې په ورځ مقتدا الصدر اعلان وکړ چې په بغداد کې د امریکا پر ضد پلان شوی مظاهره په خپلو ملاتړو د بریدونو له ویری وځنډوله.

مقتدا الصدر گواښ کړی چې تیر اوه میاشتنې اوربند به ختم کړي چې له امله یې په تاو تریخوالی کې واضح کموالی راغلی و.

XS
SM
MD
LG