د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسی پارلمان او د افغانستان په باب، د جمهور رېس سرکوزی پلان


جمهور رېس نېکولا سارکوزی په پارلمان کی د بی اعتمادئ د راېې سره مخامخ شو..

د فرانسی جمهور رېس سرکوزي، افغانستان ته د فرانسوی عسکرو د لېږلو په وجه، د اعتراض په ډول، پرون په پارلمان کی د مخالف سوشالېست گوند له خوا، د بی اعتمادئ په راېی کی د ناکامئ نه خپل ځان بچ کړ.

د پارلمان اته اتېاو غړو د ښاغلي سارکوزي په خلاف راېې ورکړې، او دوه سوه اوه وېشتو غړو د هغه په طرفدارئ راېې ورکړې.

د فرانسې په پارلمان کی د مخالف سوشېالست گوند رهبر، فرانکوا هولېنډ، په حکومت باندی الزام ولگوه چه غواړی د امرېکا د خوشحاله کولو لپاره، افغانستان ته نور اوه سوه عسکر ولېږی.

مگر د فرانسې صدر اعظم، فرانکوا فېلون ېې، په ځواب کی ووېل چه د سوشالېست گوند مشران د افغانستان په باب هېڅ ډول جدی پلان نه لری. هغه د سوشالسېتانو د امرېکا ضد درېځ هم وغانده.

جمهور رېس سارکوزي تېره هفته د ناتو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کی اعلان وکړ چه په افغانستان کی به د فرانسوی عسکرو تعداد زېات کړی.

کاناډا گواښ کړی ؤ که نور ملکونه د افغانستان جنوب ته خپل عسکرونه لېږی، نو خپل عسکر به ددغه سېمی نه وباسی.

XS
SM
MD
LG