د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی د امرېکا د دوو  مامورانو نه نن هم په کانگرس کی پوښتنې کېږی


په عراق کی د امرېکا د دوو لوړ ربته مامورانو نه نن د دوهمی ورځې لپاره په کانگرس کی پوښتنې کېږی.

په عراق د امرېکا د پوځ عمومی قوماندان، جنرال ډېوېډ پېټرس، او سفېر راېن کراکر به نن هم په واشگټن کی د امرېکا په اولسی جرگه د وسله والو قواو او خارجی اړېکو د جرگه گېو د غړو له خوا، د عراق د حالاتو په باب، د پوښتنو سره مخامخ کېږی.

جنرال پېټرېس پرون د امرېکا د مشرانو جرگی غړو ته په خپله وېنا کی ووېل چه دده په نظر باېد عراق نه د امرېکاېې قواو دراوېستلو پلان د جولای په مېاشت کی لا اقل پنځه څلوېښت ورځی معطل شی، تر څو د هغه په قول د پوځ قوماندانان فهرست پېدا کړی چه په عراق کی په نظامی ساحه کی پرمختگ ارزېابی کړی.

په عراق کې د امرېکا سفېر، راېن کراکر په خپله ېوه مرکه کی چه د ای بی سي تلوېزیون سره ېې پرون وکړه ووېل چه امرېکا تېاره ده د اېران سره د عراق په باب مذاکرات وکړی او په اصطلاح د عراق په سر د نورو په لاس د غېر مسقېم جنگ مخه ونېسی.

امرېکا په اېران باندی دا تور لگوی چه د شېعه گانو ته وسلی ورلېږی، مگر اېران د امرېکا د الزام رد کړی دی.

راېن کراکر اخطار ورکړ، که امرېکا عراق ته خپله شاه واړوله، نو د هغه په قول په عراق کی به داسی بد داخلی جنگونه او وژنی شروع شی لکه چه څو کاله مخکی په افرېقاېې هېواد رواندا کی شروع شوې وو.

نن به د سفېر راېن کراکر او جنرال پېټرېس دواړو نه په کانگرېس کی د عراق په باب د هغې استراتیژې کی معاهدې په باب پوښتنې وشی چه د امرېکا حکومت ېې عراق سره د اوږدی مودې نظامی، اقتصادی او سېاسی همکارېو لپاره د امضا کولو نېت لری.

د دېموکرات گوند مشران دا وېره لری چه جمهور ېس بش کوښښ کوی چه د کانگرس د مشورې نه په غېر د عراق سره دغه استراتېژېکی معاهده لاس لېک کړی. خو سږکال د امرېکا ددفاع وزېر وعده کړی وه چه دا معاهده به په شفاف ډول تېاره شی، د کانگرس سره به مشوره وشی او هم به په دی معاهده کې دا شرط نه وی چه امرېکا به د عراق دفاع کوی او نه په دغه هېواد کی داېمی نظامی اډې جوړېږی.

د دېموکرات گوند سر کرده مشران واېې باېد د عراق نه د امرېکاېې عسکرو د راوېستلو جرېان باېد شروع شی او خپله زېاته توجه باېد امرېکاېې قواوې په افغانستان او پاکستان کی القاعدې ته وکړی.

XS
SM
MD
LG