د لاس رسي وړ اتصالات

د بشری حقوقو د سازمان خپره شوی راپور په باب د اردن حکومت ځواب


د اردن حکومت نن د هېومن راېټس واچ په نامه د بشری حقوقو د سازمان دا راپور رد کړ چه واېې د امرېکا د مرکزی استخباراتو ادارې سي ای اې د شک لاندی نېول شوی افراد په سری ډول د تحقېقاتو لپاره اردن ته لېږلی ؤ.

د اردن د اطلاعلاتو او مخابراتو وزېر، ناصر جوده، ووېل چه دا راپور غلط دی او د ېواځی ځېنو افرادو د الزامونو په بنېاد ترتېب شوی دی.

د سه شنبی په ورځ د بشری حقوقو د ساتنې دغه سازمان په نېوېارک کی په خپلو رپور کې ووېل چه اردن د هغو څو ملکونو ؤ چه د کال دوه زره ېو مېلادی او دو زره څلور مېلادی په منځ کی ورته سی ای ای، نېول شوی افراد د تحقېقاتو لپاره لېږلی ؤ.

په پټه توگه باندی نورو ملکونو ته د سی ای ای له خوا د مظنونو کسانو د لېږلو دا عمل د 'رېنډېشن' ېا نورو ته د ورحواله کولو په نامه مشهور دی.

XS
SM
MD
LG