د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: جنرال پیتریس د اضافي امریکایی عسکرو د ویستلو په باب


په عراق کې د امریکا د اردو جگپوړي قوماندان وایي په راتلونکي اوړي کې د اضافي امریکایې عسکرو د بیرته ستنیدو وروسته به هغه حتی د امنیت د خرابیدو په صورت کې هم د نورو عسکرو لیږدول و نه غواړي.

جنرال دیوید پیتریس د کانگرس د وسله وال پوځ کمیټې ته په خطاب کې وویل چې د وروستیو هلو ځلو په پام کې نیولو سره، دا به پر پوځ زیات فشار وارد کړي.

هغه جمهور رئیس بوش ته ویلي چې امریکا به خپل شل زره عسکر چې تیر کال عراق ته لیږدول شوي و، د جولایي په میاشت کې له هغه هیواد نه وباسي.

هغه د اضافي عسکرو د ویستلو لپاره ۴٥ ورځنی موده ذکر کړه تر څو د هغوی وظایف د پاتې عسکرو له خوا ونیول شي.

جمهور رئیس بوش به نن په عراق کې د ځواکونو د شمیرې په اړه ولس ته وینا وکړي.

XS
SM
MD
LG