د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف وکېلان دېته هڅوي چې د گډوډۍ له خپرولو نه لاس واخلي


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف پر هغو وکېلانو چې له ده سره مخالفت کوى غږ کړېدى چې دده په وېنا په ملک کې د بې نظمۍ او گډوډۍ خپرول بند کړى.

هغه نن د پنجشنبى په ورځ وروسته له هغه نه خبرى کولې چې د ده د پلوېانو او مخالفېنو ترمنځ جگړه کې د کراچى په بندرى ښار کې لس تنه ووژل شول.

پاکستاني چارواکو د هغه ملک په غټ ښار کراچي کی وروسته له هغه چی پرون د جمهور رئیس پرویز مشرف د طرفدارانو او مخالفینو تر منځ په جگړو کی اته تنه ووژل شول کلک امنیتي ترتیبات نیولي دي.

چارواکي وایی چی دوی په دې ښارکی اضافي پولیس او عسکر اچولي دي چی امنیت وساتي. هغوی وایي چی پولیسو ددې شخړو او جگړو په ارتباط درې مشکوک وسله وال سړي نیولي دي.

دا جگړې په داسي حال کی شروع شوې چی د پرویز مشرف طرفدارو مدافع وکیلانو د مخالفو وکیلانو سره د ښار په لارو کوڅو کی په شخړو دعوو شروع وکړه نور خلک هم په دې شخړو کی ور گډ شول او د توپکو ډزي او لوټ او تالان شروع شو او د خلکو موټرو او کورونو ته اورونه واچول شول.

چارواکي وایی چی پنځه کسه د یوه مدافع وکیل په دفتر کی په اور کی ستي شول او د یوه بس موټر ډرایور د توپکو په ډزوکی ووژل شو.

د پاکستان یوه مهم څارنوال رشید رضوي وویل چی مدافع وکیلان به په دې شخړو او جگړو باندی د احتجاج څرگندولو په توگه د کراچی په محکمو کی د خپلو کارونو سره مقاطعه وکړی.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى نن پارلېمان ته ووېل چې دى به د ېته اجازه ورنکړى چې ددېموکراسى په سر ددېکتاتورۍ او دسېسه بازۍ له قواو سره داسى سودا ونکړى چې دېموکراسى ته تاوان ورسوى.

XS
SM
MD
LG