د لاس رسي وړ اتصالات

نیپالیانو په خپل هیواد کې د دیموکراتیک نظام راوستلو لپاره انتخاباتو کې برخه واخیستله


نیپالیانو په خپل هیواد کې د دیموکراتیک نظام راوستلو لپاره نن د پنجشنبې په ورځ انتخاباتو کې برخه واخیستله، تر څو کمونیست شورشیانو ته په حکومت کې ځای ورکړي او مطلقه پاچاهۍ ته د پای ټکی کیږدي.

په تیرو دوه ورځو کې چې د همالیا دغه هیواد غوښتل انتخابات ترسره کړي، دا امید یې په شخړو واوخت یو کاندید په مرموزه شکل وژل شوی، او مظاهره کوونکی د پولیسو لخوا په ډزو ویشتل شوي.

همدا رنگه د پولیسو لخوا شپږ یاغي وسله وال هم وژل شوي دي.

خو د رایو ورکولو پر مهال د کومی تازه پیښې په اړه رپوټونه ندي راغلي. مخکی لدی چې د سهار په اوه بجو د رایوپه څه نا څه شلو مرکزونو کې خلک رایه واچوي په ټول هیواد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG